IQNA

د نیواکي قدس ا  په اسلامی میوزیم کې د مراکش د پاچا ډالۍ شوی خطي قرآن(فیلم)

7:27 - February 28, 2024
د خبر لمبر: 3488800
ایکنا-؛ ربعه مغربي ؛ نومې هغه ارزښتمن او تاریخي مصحف چې د مراکش پاچا، سلطان علی ابوالحسن المریني له خوا په اتمې قمري پيړۍ کې الاقصی جومات ته کتابت او ډالۍ شوی دی، هماغه شان دقدس په اسلامی میوزیم کې ساتل کیږي.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، دغه تاریخی خطي مصحف حیرانونکی تذهیب او ښکال او  په مشک او زعفران سره ئې کتابت شوی دی.

د قدس شریف د اسلامی اوقافو د ادارې د خطي نسخو د احیا او ساتلو  د مرکز مشر سمر زکي نمر  په یوې مرکې کې  ددغه ارزښتمن تاریخي  مصحف جزیات او له مراکشه قدس شریف ته ئې د وړلو څرنګوالی بیان کړی دی.

دهغه په ویناد ؛ربعه مغربی ؛ کیسه  ۷۴۵قمری کال ته ورګرځي . دغه مصحف د قرآن کریم هغه نسخه  ده چې د مراکش  د وخت پاچا  سلطان علی ابولحسن المریني  دا پخپل لاس سره کتابت کړې او الاقصی جومات ته ئې ډالې  کړې ده .  هغه دغه راز ووئيل،  ددغه مصحف(ربعه ) نامه  د هغه له ساتونکي جعبې یا ډبي څخه  اخستل شوې ده . دغه مربع شکله ډبی د آبنوس لرګي څخه جوړ شوی او  له رینګي نقرې سره ښکلی شوی دی او په څو برخو کې ویشل کیږي . د قرآن کریم دیرش سپارې  ددغې جعبې یا لوي ډبي په مختلفو برخو کې ساتل کیږي.

د سمر نمر په وینا،  ددتاریخي مصحف هره یوه صفحه ۵سطره ده او د قرآن کریم آیتونه  مبارک په مشک اوزعفران سره کتابت شوي دي . دغه نسخه همداراز  په هندسي نقوشو او او په زرینو ګلانو او بوټو سره  ښکلي کړئ شوې ده.

د خطي نسخو  د ساتنې او احیا دمرکز د ادارې مشر  په الاقصی جومات کې موجود قرآن  د هغه ډول له پنځو یو مصحف دی چې د مراکش د وخت پاچا  سلطان علی ابوالحسن  هغه پخپل لاس کتابت کړی او جلد ئې هم  د طبیعي څرمنې دی. 

https://iqna.ir/fa/news/4202078

captcha